IQNA

په لندن کې د بریتانیا د مسلمانانو  قرآنی کمپاین (فیلم)

14:00 - March 05, 2024
د خبر لمبر: 3488828
ایکنا- د انګلستان یوې ډلې مسلمانانو له اسلامي تعلیماتو سره ددغه هیواد دخلکو د بلدتیا لپاره په واټونو کې  په خلکو کې په انګریزي ژبه ترجمه شوي قرآن کریم نسخې ویشې کړې.

ایکنانیوز د فایو پيلرز له قوله راپور راکړ،د لندن ښار یو شمیر مسلمانانو په یوه نوی نوښت کې هڅه کړې ده،ددغه ښار خلک له قرآن کریم او اسلامی تعلیماتو سره آشنا کړي.دوي هیله مند دي په دغه اقدام  سره،مخاطبانو ته  داسلام حیرانونکی پیغام  لازیات ورسوي.

دوي په ګڼې ګوڼې کې او په مشهورو چوکونو کې په شتون سره او د تګ راتګ په سیمو کې د دلچسپي لرونکو کسانو لپاره د اسلام په باب خبرې کوي او د قرآن کریم ځيني آیتونه د دوي لپاره په ترجمې سره لولي.

په دغه قرآني کمپاین کې په درست لندن کې په تبلیغاتي بیلبورډونو باندې د مرګ او صبر په باب قرآني آیتونه  نصبوي  چې  دغزې د خلکو بوږنونکو  حالاتو ته اشاره کوي . دغه اقدامات  د انګریزانو لپاره داسې فرصت برابروي، څو د اسلام په باب  زده کړې وړي او په یووخت  په انګریزي ژبه  ترجمه شوی یو قرآن  په وړیا توګه ترلاسه کړي.

په دغه پلان کې یو فعال وائي،  دغزې پيښو ته په پام سره ،د اسلام په باب د  خلکو احساسات  او توجه ډيره زیاته شوې ده  او مونږ د ؛قرآن  کشف کړئ؛ په عنوان سره  کمپاین پیل کړی دی څو خلک په آسانۍ سره  له اسلام او قرآن سره بلد شي  او خپلې پوښتنې وپوښتي  او  له مونږ سره خبرې وکړي. هغه وغائي ، مونږ د هغو عامو وژلو په باب چې په غزې کې روانې دي ، له خلکو سره خبرې  کوو او  قرآن کریم نسخې  چې  په انګریزي ژبه ترجمه شوي دي ، په ښکلي پيکیجي ډبو کې  دوي ته ډالۍ کوو په دغې مودې کې څو کسانو ته د قرآن کریم په ډالۍ کولو سره  څو کسانو شهادتین لوستلي  او په یوه ډير ښه او په زړه پورې انداز سره  له مسلمان شونې سره آشنا شول.

 په دغه کمپاین کې یو تازه مسلمان شوی فعال  هم  ووئیل؛ډیر خلک د اسلام د واقعیّتونو پّ باب غلط اطلاعات لري .مونږ دوي سره مرسته کوو چې   دغه ناسم تصورات  سم  کړي ،مونږ له دوي سره د حجاب د فلسفې په باب  خبرې کوو او دوي د سکارف او حجاب په اچولو سره  امتحانوو او  دوی هم د یوې سترمنې میرمنې حس  تجروبه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4203494

captcha